د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د دغه هېواد د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف به د پاکستان په بلنه د خبرو اترو لپاره اسلاماباد ته سفر وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ
ویلي چې عراقچي او قالیباف به «په مناسب وخت» کې پاکستان ته سفر وکړي، خو د سفر
کره نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.
د ایران دولتي ټلویزیون «پرس ټيوي» د بقایي له قوله راپور ورکړی چې د
دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سفرونه او د چارواکو لیدنې د ایران او پاکستان د مخ
پر ودې اړیکو طبیعي برخه ده.
بقایي ویلي: «متقابل سفرونه او د اړیکو پراختیا د دوو ګاونډیو
هېوادونو ترمنځ د مخ پر ودې اړیکو طبیعي برخه ده.»
په منځني ختیځ کې کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې امریکا او اسرائیل
پر ایران ګډ بریدونه وکړل. تهران په ځواب کې په هغو سیمهییزو
هېوادونو کې پر اهدافو بریدونه وکړل چې د امریکا پوځي تاسیسات په کې موجود دي.
پاکستان د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د کمولو په هڅو کې د منځګړي
رول لوبولی دی. اسلاماباد د اپرېل په میاشت کې د اوربند او د جون په میاشت کې د
یوه چوکاټي هوکړې په رامنځته کولو کې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو په برخه کې مرسته
کړې وه.
خو دغه هوکړه تېره میاشت له منځه ولاړه او ایران او امریکا نږدې دوه
اوونۍ یو پر بل بریدونه وکړل. وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې د پای ته
رسولو په موخه د خبرو اترو د راپورونو په ترڅ کې د بریدونو د درولو اعلان وکړ.
د عراقچي او قالیباف اسلاماباد ته احتمالي سفر په داسې مهال مطرح
کېږي چې پاکستان هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو کړکېچونو د کمولو
لپاره خپل دیپلوماتیک رول ته دوام ورکړي.