نړېوالو رسنیو راپور ورکړی چې د هند د هوايي ځواک جنګي الوتکه «تجاس» د جمعې په ورځ د لړم ۳۰مه د دوبۍ په نړیوال هوايي نندارتون کې د نندارې پر مهال سقوط کړې او پیلوټ یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رپوټونو له مخې، الوتکه د نندارې له پیل یوازې شاوخوا ۸ تر ۹ دقیقو پورې الوتلې وه او د دوو یا درې ننداریزو دورو وروسته ناڅاپه د ښکته حرکت په حالت کې راټیټه شوې او د ځایي وخت له مخې نږدې ۲:۱۵ بجې له سقوط سره مخ شوې ده.
وېدیوګانې او خپاره شوي انځورونه ښيي چې د پیښې ځای کې له رن وې څخه تور غلیظ لوګی پورته کېږي، او د دوبۍ چارواکو هغه انځور هم خپور کړی چې په کې د اور اچونې د مهار ټیمونه د الوتکې پر سوځېدلو پاتې شونو بوخت دي.
د هند هوايي ځواک ویلي چې د سقوط د علت د معلومولو لپاره یې د څېړنې کمېټه جوړه کړې ده.
دا د «تجاس» د یوازیني انجن لرونکې جنګي الوتکې دویم ثبت شوی سقوط دی. دغه الوتکه د «هندوستان ایروناتیکس» دولتي شرکت لهخوا جوړېږي او د جنرال الېکټرېک انجن پکې کارول شوی دی. لومړۍ پېښه یې په ۲۰۲۴ کال کې د هند د پوځي تمرین پر مهال شوې وه.
«تجاس» چې نوم یې په سانسکریت ژبه کې د «ځلا» معنا لري، د هند د هوايي ځواک د نوسازۍ د پروګرام مهمه برخه بلل کېږي، ترڅو د شوروي او روسي میګ-۲۱ الوتکې بدیل شي. دا جنګي الوتکه لومړی ځل په ۲۰۰۱ کال کې جوړه شوې وه، خو طرحه یې څو لسیزې پخوانۍ ده.
سقوط په هغه ورځ رامنځته شوی چې د دوبۍ د هوايي نندارتون وروستۍ ورځ وه.