د امریکا د دفاع وزیر، پیت هېګسېت، د دې هېواد او اسرائیل ترمنځ د ایران پر وړاندې د جګړې په درشل کې، د امریکا د پوځ له لوی درستیز جنرال رېنډي اې. جورج څخه غوښتي چې په عاجل ډول له خپلې دندې استعفا وکړي.
د پنتاګون ویاند، شان پارنېل، د پنجشنبې په ناوخته په ایکس شبکې کې په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې جورج له خپلې دندې تقاعد کېږي، خو د دې ناڅاپي پرېکړې لپاره یې کوم مشخص دلیل وړاندې نه کړ او یوازې یې د هغه د څو کلونو خدمتونو ستاینه وکړه.
الجزیرې شبکې په خپل راپور کې لیکلي چې د جورج ګوښه کېدل، چې لومړی ځل د سيبياېس له لوري راپور شوی، د هغو پرلهپسې بدلونونو وروستۍ بېلګه ده چې د هېګسېت له واک ته رسېدو وروسته د امریکا په لوړپوړو پوځي چارواکو کې رامنځته شوي دي.
د راپورونو له مخې، هېګسېت هڅه کوي داسې څوک وټاکي چې د هغه او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیدلوري په پوځ کې په بشپړه توګه عملي کړي.
په همدې حال کې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې دا پرېکړه ښايي د هېګسېت او جورج ترمنځ د هغو اختلافاتو له امله شوې وي چې د پوځ د ځینو افسرانو د ترفیع د مخنیوي په اړه رامنځته شوي وو.
راپورونه ښيي چې د څلورو افسرانو د ترفیع مخنیوی—چې په کې دوه ښځې او دوه تورپوستي افسران شامل دي—د پوځ په منځ کې د نژادي او جنسیتي تبعیض په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
ویل کېږي چې جورج غوښتل په دې اړه له دفاع وزیر سره لیدنه وکړي، خو دا غوښتنه یې رد شوې ده.
۶۱ کلن جنرال جورج په ۲۰۲۳ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال دې دندې ته ټاکل شوی و او تر دې وړاندې یې په بېلابېلو ماموریتونو، د عراق او افغانستان جګړو په ګډون، خدمت کړی دی.
هغه د پوځ د لوی درستیز په توګه د ځواکونو د جوړښت د اصلاح او د نوې پوځي ټکنالوژۍ د کارولو لپاره هڅې کړې وې.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې یو شمېر دیموکرات سناتوران، د کریس مورفي په ګډون، باور لري چې د جنرالانو ګوښه کول ښايي د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي پلانونو سره د هغوی د مخالفت له امله وي.
منتقدان خبرداری ورکوي چې د دې لړۍ دوام کولای شي د اوسني حساس وضعیت په ترڅ کې د امریکا د پوځي مشرتابه پر ثبات او اغېزمنتیا منفي اغېز وکړي.