د هند صدراعظم نریندرا مودي د جمعې په ورځ ۳۰ لړم ۱۴۰۴ د سویلي افریقا په جوهانسبورګ کې له د اسټرالیا له لومړي وزیر انتوني البانېزي سره وکتل او د دوهاړخیزو اړیکو تر څنګ یې پر ترهګرۍ ضد همکارۍ د لا پراختیا ټینګار وکړ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، مودي د G20 سرمشریزې لپاره سویلي افریقا ته تللی او د دواړو هېوادونو مشرانو په دې لیدنه کې د هند–اسټرالیا ستراتېژیک مشارکت ولمانځه چې اوس پنځه کاله پوره کوي.
دواړو لورو وویل چې دغه مشارکت په وروستیو کلونو کې د پام وړ بدلون راوستی او همکاري یې لا ژوره شوې ده.
مودي د خپلې ایکس پاڼې په لیکنه کې دغه لیدنه «ډېر ښه» بللې او ویلي یې دي چې درې برخې، دفاعي او امنیتي همکاري، هستوي انرژي او سوداګري چې د لا ودې او پراختیا زیات پرمختګ لري. په خبرو کې پر تعلیم، فرهنګي تبادلو او یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې شوې چې موخه یې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کول دي.