Search

د ترکیې یو پلاوی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره اسلام‌اباد ته سفر کوي

News image
1 لیندۍ 1404 - 20:04
کابل ټربیون ـ پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی به راتلونکې اوونۍ اسلام‌اباد ته سفر وکړي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه سره خبرې وکړي او سوله‌ییزې حل‌لارې وڅېړي.

ډیلي ټایمز د شنبې په ورځ (د لیندۍ په لومړۍ) پاکستان کې د ترکیې سفیر عرفان نظیراوغلو له قوله لیکلي چې په دې ډله کې به د ترکیې د استخباراتو مشر او د انرژۍ وزیر الپارسلان بایراکتار په ګډون ځينې مهم وزیران، شامل وي.

دا سفر وروسته له هغه کېږي چې په استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پخوانۍ خبرې د دواړو خواوو د اختلافاتو له امله بې‌ پایلې پای ته رسېدلې وې.

پاکستان کې د ترکیې سفیر ټینګار کړی چې ترکیه غواړي د پولې پورې غاړې د هر ډول ترهګرۍ مخه ونیسي او هیله لري چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د «ورورولۍ» اړیکې بیا ټینګې شي.