Search

ترکیې د ایران د شمالي ځنګلونو د اور مهارولو لپاره الوتکې لېږلې دي

News image
2 لیندۍ 1404 - 15:09

ایران وايي د هېواد په شمالي ځنګلونو کې د پراخ اور له امله، د الیوشن دوه الوتکو، اوو هیليکوپټرو او نږدې ۴۰۰ کسانو له هڅو سره سره، تهران له ګاونډیو هېوادونو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې او ترکیې د اور د وژنې الوتکې سیمې ته لېږلې دي.

هغه ځنګلونه چې د کسپین سمندر له اوږده ساحل څخه تر آذربایجان پورې غځېدلي، د یونیسکو په نړیوالو طبیعي اثارو کې شامل دي. ویل کېږي چې د دغو ځنګلونو عمر له ۲۵ تر ۵۰ میلیونو کلونو پورې رسېږي او شاوخوا ۳۲۰۰ ډول بېلابېل نباتات پکې شتون لري.

د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دا اور د ۱۴۰۴ د لړم په پیل کې تر ډېره مهار شوی و،خو د نومبر مه، یو ځل بیا تازه شوی دی.

د ایران د ولسمشر مرستیال محمد جعفر قایم‌پناه ویلي چې هېواد یې د اور د کنټرول لپاره د دوستانو هېوادونو بیړنۍ مرسته غوښتي او د ترکیې مرسته به د اور په مهارولو کې مهمه ونډه ولري.