Search

هانګ کانګ کې د اورلګېدنې له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۶۵ تنو ته ورسېد

News image
6 لیندۍ 1404 - 19:58
کابل ټربیون ـ نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې په هانګ کانګ کې د «تای پو» په سیمه کې د یوې استوګنیزې ودانۍ په اورلګېدنه کې د مړه شویو کسانو شمېر، له پېښې ۲۴ ساعتونه وروسته، ۶۵ تنو ته لوړ شوی دی.

رایټرز نن پنجشنبې (د لیندۍ په۶ مه) لیکلي چې شاوخوا ۳۰۰ کسان لا هم ورک دي، د لټون او د اور د مړه کولو عملیات روان دي.

ځايي چارواکو ګومان کړی چې د دې اورلګېدنې لامل کېدای شي د یوه ودانیز شرکت «شدیده بې پروايي» وي چې په جوړولو کې یې له ناامنه موادو کار اخیستی وي.

اورلګېدنه د چهارشنبې له مازدیګره پیل شوې او له یوې شپې او ورځې وروسته لا هم په دې ۳۱ پوړیزې ودانۍ په څو برجو کې دوام لري.

د «وانګ فوک کورټ» استوګنیز مجتمع په اته بلاکونو کې شاوخوا ۴۶۰۰ اوسېدونکي لري، نږدې دوه زره کورنۍ په‌کې ژوند کوي او د هانګ کانګ تر ټولو له ګڼ نفوسه سیمو څخه ګڼل کېږي.


د دغه هېواد چارواکو اعلان کړی چې د زیانمنو اوسېدونکو لپاره به د ۳۰۰ مېلیونو هانګ کانګ ډالرو (۳۸٫۶ مېلیونو امریکايي ډالرو) په ارزښت یو مرستندوی صندوق جوړ شي.