د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، هغه افغان وګړی چې څو ورځې وړاندې د سپینې ماڼۍ ته نږدې پر د ملي ګارد پر سرتېرو د برید تور پرې لګېدلی، د CIA له ملاتړ لرونکې بدنامې «صفری قطعې» د جګړهییزو عملیاتو له امله د کلونو رواني ستونزو سره مخ و.
راپور وايي، ۲۹ کلن رحمان الله لکنوال د هغو ځانګړو
افغان ځواکونو غړی و چې د «Zero Units» یا «مرګلښکره» په نوم پېژندل کېدل او له امریکايي ځواکونو سره یې له
لسو کلونو زیات عملیات کړي وو. د هغه د ماشومتوب یو ملګری وايي، لکنوال د جګړې د
سختو صحنو، وینو، ټپیانو، ملکی تاوانونو او وحشیانو عملیاتو زغمل ورته ګران وو.
لکنوال، چې د پنځو ماشومانو پلار و، د ۲۰۲۱ کال له سقوط
وروسته له افغانستانه وتښتېد او د امریکا په واشنګټن ايالت کې مېشت شو. د راپور له
مخې، هغه په ۲۰۱۲ کې، د ۱۶ کلنۍ په عمر، د صفر قطعې د امنیتي ساتونکي په توګه شامل شوی و او نږدې
لس کاله یې له دې ډلې سره کار کړی و. وروسته د ټیم مشر او GPS متخصص هم پاتې شوی.
د هغه ملګری وايي چې د عملیاتو فشارونو لکنوال
د سختو رواني ستونزو خوا ته ور ټېل وهلی و او هغه د ارام لپاره نشهيي مواد لکه ګنجا
کاراوه. همدا فشارونه د هغه د کورني ژوند د خرابېدو لامل هم شوي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې لنډمهاله
واده په طلاق پای ته ورسېد.
رولینګ سټون مجلې لیکلي چې صفر قطعې که څه هم
رسمي بڼه یې د افغان استخباراتو تر چتر لاندې وه، خو د CIA او امریکايي ځانګړو ځواکونو له لوري روزل کېدې، تمویل کېدې او وسلې
ورکول کېدې. د دې قطعو شهرت د سختو عملیاتو، وژنو، شکنجو او غیرقانوني نیونو له
امله «مرګلښکره» ته ورته شوی و، او د بشري حقونو نړیوالو ادارو ګڼې قضيې ثبت کړې
دي.
سره له دې، لکنوال د بایډن حکومت د Operation Allies Welcome پروګرام
له لارې امریکا ته ولېږدول شو، کوم چې نږدې ۸۰ زره افغانانپه کې شاوخوا لس زره د صفر
قطعو غړي وو، امریکا ته راوستل.
د هغه د اوسېدو سیمې خلکو ویلي چې لکنوال ډېر
ارام، کمګړي او اکثره په کور کې د ویډیو ګېمونو بوخت و.
د روانې اونۍ په پېښه کې، پولیس وايي چې لکنوال
واشنګټن ته موټر چلولی او هلته یې د سپینې ماڼۍ څو کوڅې لرې دوه د ملي ګارد سرتېري
په کمین کې ویشتلي دي. یو سرتېری په سر سخت ټپي شوی او دواړه په خطرناک وضعیت کې
دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې ولې هغه دا برید کړی.
CIA بیا د صفر قطعو د بشري حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي او ډېر یې «د
طالبانو پروپاګندا» بللي دي.