Search

ایلان ماسک: د اندونیزیا د سیل زیانمنو ته د سټارلینک کارونه د ۲۰۲۵ کال تر پایه وړیا شوه

News image
8 لیندۍ 1404 - 18:34
کابل ټربیون ـ د سپیس ایکس شرکت او د سټارلینک سپوږمکۍ انټرنیټي خدمتونو مالک ،ایلان ماسک، ويلي چې دغه شرکت د طبیعي پېښو په وخت کې د خپلې تلپاتې پالیسۍ له مخې، په اندونیزیا کې سیل شدیدو زیانمنو ته د سټارلینک کارول وړیا کوي.

ماسک نن شنبې (د لیندۍ په ۸ مه) په خپلې اېکس پاڼې له لارې په یوه پیغام کې زیاته کړې چې سټارلینک به په زیانمنو سیمو کې د ټولو نويو او پخوانیو مشتریانو لپاره د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر پایه په وړیا توګه وړاندې کېږي.

سټارلینک شرکت هم ټینګار کړی چې دا شرکت د اندونیزیا حکومت په همکارۍ کې هڅه کوي چې ژر تر ژره د سوماترا ټاپو په زیانمنو سیمو کې نور ټرمینلونه نصب کړي او اړیکې بیا پیاوړې کړي.

د دغه شرکت له راپور سره سم، اوس فعالو مشتریانو ته په‌کار نه‌ده چې هېڅ ګام پورته کړي، د وړیا کارولو اعتبار به په اتومات ډول د هغوی په حساب کې اضافه شي.

په راپور کې راغلي چې غیر فعال یا معلق شوي مشتریان هم دا اعتبار ترلاسه کوي او کولای شي په دې موده کې خپل حساب فعال کړي.

د سېلابونو سیمو کې نوي مشتریان هم د ترمینل له اخیستلو او فعالولو وروسته، د ملاتړ ټکټ جوړولو له لارې له وړیا خدمتونو څخه ګټه اخلي.

کاروونکي کولای شي اضافه شوی اعتبار په خپلې کاروونې حساب کې د بل حساب برخه کې وګوري.دا پریکړه په داسې حال کې شوې چې وروستي ویجاړونکي سیلابونه په اندونیزیا کې زرګونه خلک بې کوره کړي او د مخابراتو ځینې زیربناوي په‌کې زیانمنې شوې دي.