کابل ټربیون ـ جیو نیوز د شنبې په ورځ (د لیندۍ په۸ مه) راپور ورکړی چې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار، ویلي اسلاماباد د افغانستان په خاوره کې د «چاڼيزو عملیاتو» لپاره چمتو و؛ خو دا اقدام د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ودرول شو.
هغه زیاته کړې چې قطر د پاکستان له نظامي پلانه خبر و او غوښتنه یې وکړه چې ودروي او په خپله یې د مسئلې د حل مسوولیت ومانه.
دا عملیات د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر په امر ودرول شول.
ډار وویل چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ څو پړاو خبرې د منځګړو په حضور کې «بې پایلې» پای ته ورسېدې.
هغه وویل چې کابل ته په وروستي سفر کې طالبانو وویل چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) په سلګونه غړي یې نیولي او له پاکستانه یې غوښتي چې یو پلاوی د پلټنې لپاره واستوي؛ خو دا «کافي نهدي».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې اسلاماباد د افغانستان له خاورې د فعالو ترهګرو ډلو پر وړاندې «قاطع او تلپاتې» اقدامات غواړي او یوازې دا غواړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
هغه زیاته کړه چې د ټيټيپي غړي باید له سرحدي سیمو لرې کړای شي یا اسلاماباد ته وسپارل شي.
ډار په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بریدونو زیاتوالي ته په نغوتې سره وویل چې پاکستان تر اوسه «څلور زره قربانۍ» ورکړې دي.
هغه ټینګار وکړ چې اسلاماباد خپلې ټولې ژمنې، له هغې ډلې د رېل تړون عملي کړي؛ خو له کابله هېڅ مثبت پرمختګ نهدی لیدل شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړپوړې اړیکې څلور کاله وړاندې درېدلې دي.