Search

د شمالي وزیرستان د کمېشنر مرستیال او دوه پولیس بنو کې وژل شوي

News image
11 لیندۍ 1404 - 17:21
کابل ټربیون ـ جیو نیوز راپور ورکړی چې د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر، شاه ولي‌الله او دوه پولیس افسران نن سې‌شنبې (د لیندۍ په ۱۱ مه) په بنو سیمه کې د میرانشاه په لار د وسله‌والو له خوا پر موټر د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.

چارواکو دغې رسنۍ ته ویلي چې بریدګرو له برید وروسته د پولیسو وسلې هم له ځان سره وړي دي.

د بنو د مرستیال کمېشنر په وینا، دوه نور پولیس افسران او یو ملکي وګړی هم ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.