رويټرز راپور ورکړی چې د امريکا د کورنيو چارو وزیرې کريستي نوم وايي، واشنګټن د سفر بندیز لېست پراخوي او غواړي له ۳۰ ډېر هېوادونه پرې شامل کړي.
کريستي نوم فاکس نیوز ته ويلي چې د ټرمپ اداره غواړي لېست ۳۲ هېوادونو ته لوړ کړي، خو دا یې نه دي څرګنده کړې چې کوم هېوادونه به ورزیات شي.
ټرمپ له دې مخکې د جون په مياشت کې پر ۱۲ هېوادونو د امريکا ته د ورتګ بنديز لګولی و، او د اوو نورو هېوادونو پر اتباعو یې محدوديتونه وضع کړي وو، د دې په دليل چې له دغو هېوادونو د «بهرنيو ترهګرو» ګواښ موجود دی. بنديزونه پر مېشتېدونکو او غير مېشتېدونکو دواړو اغېز کوي، لکه سيلانيان، زده کوونکي او سوداګریز مسافر.
نوم ویلي: «که کوم هېواد باثباته حکومت ونه لري او له موږ سره د ویزې د څېړلو په چارو کې مرسته نه شي کولای، ولې باید اجازه ورکړو چې خلک یې امريکا ته راشي؟»
رويټرز تېره اونۍ راپور ورکړی و چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه داخلي مکتوب ښيي چې اداره د ۳۶ نورو هېوادونو پر اتباعو د سفر بنديز غور کوي. که دا پرېکړه عملي شي، نو دا به د امریکا د مهاجرت په محدودیتونو کې ستر بدلون وي. دا اقدام د هغه برید وروسته مطرح شوی چې په واشنګټن کې دوه د نیشنل ګارد سرتېري ووژل شول.
پلټونکي وايي چې برید يو افغان وګړي ترسره کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې د بيا مېشتېدو پروګرام له لارې امريکا ته رسېدلی و — هغه پروګرام چې د ټرمپ چارواکو تر شننې لاندې راوستی او ادعا کوي چې پوره څېړنه پکې نه وه شوې.
ټرمپ تر دې پېښې وروسته ژمنه وکړه چې د «درېيمې نړۍ له ټولو هېوادونو» مهاجرت به «د تل لپاره ودرول» شي، که څه هم ځانګړي هېوادونه یې نه دي نومولي.
اوسنۍ اداره د پخواني ولسمشر جو بايډن پر مهال تصویب شويو پناه غوښتنونکو دوسیې او هغو شنو کارټو پراخ بياکتنه هم پيل کړې چې د ۱۹ هېوادونو اتباعو ته ورکړل شوې وې.
ټرمپ د جنورۍ له بیا واکمنېدو وروسته د مهاجرت سخت دریځ پياوړی کړی، فدرالي ځواکونه یې ستر ښارونو ته لېږلي او د سوېلي پوله asylum غوښتونکي بېرته ګرځوي. که څه هم د شړلو عملیات ډېر تبلیغ کېږي، اداره اوس د قانوني مهاجرت د سختولو پر بدلونونو تمرکز هم زیات کړی دی.