Search

پاکستان: په جلا عملیاتو کې ۱۴ ترهګر وژل شوي

News image
15 لیندۍ 1404 - 22:02
کابل ټربیون ـ د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې په درې جلا عملیاتو کې ۱۴ ترهګر وژلي دي.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په بلوچستان ایالت د ډېره بګټي سیمه کې د استخباراتي عملیاتو په لړ کې پنځه تنه ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په وینا، دا کسان په سیمه کې په څو بریدونو او «ترهګریزو» فعالیتونو کې لاس درلود. د خیبر پښتونخوا د ټانک په سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې اوه وسله‌وال په نښه کړي او وژلي یې دي.

همدارنګه د لکي مروت په سیمه کې په یوه جلا عملیات کې دوه نور وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ زیاتوي چې ترلاسه شوي وسلې او مهمات ښيي دغو کسانو پر امنیتي ځواکونو په برید، د قانون پر پلي کوونکو ادارو او د ملکي وګړو په وژلو کې لاس درلود.