پنتاګون د دې راپور په اړه له څرګندونو ډډه کړې او د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندانۍ هم ځواب نهدی ویلی.
پنتاګون مخکې ویلي وو چې پر شکمنو کښتیو په ۲۲ بریدونو کې ۸۶ کسان وژل شوي؛ ۱۱ په کاراییب سمندرګي او ۱۱ په ختیځ ارام سمندر کې؛ خو د امریکا حکومت تر اوسه د دې کښتیو یا سپرلیو په اړه د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره کوم سند نهدی وړاندې کړی.
د راپور له مخې، برادلي د سپتمبر په ۲ مه له اتو ساعتونو زیات کانګرس ته توضیحات ورکړي او جنرال ډن کین، د امریکايي پوځ د ګډې قومندانۍ رییس، هم په دې غونډه کې حاضر و.
له دغو غونډو خبرو چارواکي وايي برادلي څرګنده کړې چې هیګست ورته امر کړی و «د اهدافو په نوملړ کې ټول کسان له منځه یوسي، نشهیي توکي نابود کړي او کښتۍ ډوبه کړي».
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د دوشنبې په ورځ ویلي وو: «دفاع وزیر هیګست دریاسالار برادلي ته د دې بریدونو اجازه ورکړې وه» او زیاته کړې یې وه چې برادلي «په بشپړه توګه د صلاحیت او قانون په چوکاټ کې» عمل کړی څو ډاډ ترلاسه کړي چې کښتۍ له منځه تللې او «پر متحده ایالاتو ګواښ» لرې شوی دی.