مارک روټه اندېښنه څرګنده کړې چې اروپا اوس یو ګواښوونکي وضعیت کې ده او اوکراین کې د روسیې جګړه ښیي چې مسکو غواړي اروپا کې هم ستره جګړه پیل کړي.
نوموړي تر ۲۰۳۵ زېږیز کاله تر پنځه سلنې د کورني ناخالص تولید د دفاعي لګښتونو د زیاتولو لپاره د ناټو د غړو هېوادونو د هوکړې هرکلی کړی خو زیاته کړې یې ده چې یوازې بویجه کافي نه ده بلکې په خبره یې، باید پر دفاعي توان کار وشي.
روټه دغه راز ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اوکراین په جګړه کې له یو میلیون زیات روسي سرتېري وژل شوي دي. د هغه په خبره، د ولادیمیر پوتین له لوري د دومره زیان منل د یوې سترې جګړې په اړه اندېښنې راپورته کوي.