Search

یونسکو: له ۲۰۱۲ کال راهیسې د بیان ازادۍ کچه ۱۰ سلنې ټیټه شوې

News image
25 لیندۍ 1404 - 08:32
کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) خبرداری ورکړی چې نړۍ کې د بیان ازادۍ کچه د ټیټېدو په حال کې ده او خبریالان له ګواښونو سره مخ کیږي.
یونسکو په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ۲۰۱۲زېږیز کال راهیسې د بیان ازادي په ټوله نړۍ کې ۱۰ سلنې کمه شوې او دا په تېرو لسیزو کې بې‌سارې ده.
راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ ۱۸۶ خبریالان وژل شوي چې ډېری یې د جګړو له ډګره د راپور ورکولو پر مهال په نښه شوي دي.
راپور کاږي چې یوازې ۲۰۲۵ کې ۹۳ خبریالان وژل شوي چې ۶۰ یې د جګړو په ډګر کې وژل شوي دي.
یونسکو لیکلي چې ډېری خبریالان د تاوتریخوالي، انلاین ځورونې او د حقوقي اقداماتو د وېرې له امله د حساسو موضوعاتو له پوښښ تېریږي.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي چې له ۲۰۱۲ راهیسې د خبریالانو ترمنځ پر ځان سانسور ۶۳ سلنې زیات شوی دی.
پر دې سربېره، روان ۲۰۲۵ کال کې ۷۵ سلنې ښځینه خبریالانې د دندې پر مهال په انلاین بڼه ځورول شوې دي.
یونسکو له دولتونو غوښتي چې د مالوماتو د ښه والي لپاره دې د خبریالانو خوندیتوب او د رسنیو مسلکيتوب ته پاملرنه وکړي او د خپلواکو رسنیو ملاتړ دې وکړي.