ټرمپ ویلي، دغې بریټانیوۍ رسنۍ یې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د وینا بېلابېلې برخې یوځای کړي او داسې انګیرل کیږي چې ګواکې هغه خپلو پلویانو ته پر کانګرس د برید امر کوي.
که څه هم بي بي سي خپله تېروتنه منلې او دا یې د خپلې ادارې ناسمه پرېکړه بللې خو زیاته کړې یې ده چې ټرمپ د شکایت حق نه لري.
ټرمپ د امریکا د میامي په فډرال محکمه کې پر بي بي سي دغه دعوا کړې او زیاته کړې یې ده چې بی بي سي رښتینې بښنه نه ده غوښتې او راتلونکي کې یې د دغه راز تېروتنو د نه تکرار لپاره هم د پام وړ اقدامات نه دي کړي.