Search

ایرانی چارواکی: تر اوسه مو ۱ اعشاريه ۶ میلیونه افغان کډوال ایستلي

News image
25 لیندۍ 1404 - 11:36
کابل ټربیون - د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو د څانګې مسوول نادر یار احمدي وايي، د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر له پیل راهیسې یې ۱ اعشاريه ۶ میلیونه افغان کډوال را ایستلي دي.
نادر یار احمدي له ایسنا خبري اژانس سره خبرو کې زیاته کړې چې لا هم شاوخوا ۵ میلیونه نور افغانان ایران کې مېشت دي.
هغه ویلي چې له دغه شمېره له ۴۰۰ تر ۵۰۰ زرو افغانان بیا ایران کې تلپاتې نه دي او ځي او راځي.
د احمدي په خبره، د را ایستل شویو افغانانو بیا ورتګ زيات شوی دی.
ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.