کابل ټربیون - دغه ۶۵ کلن کردي سیاستوال تېره ورځ (پنجشنبه) له ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې له منځني ختیځه د کډوالو لومړنی عالي کمېشنر ګومارل شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم نوموړي ته مبارکي ویلې او د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې دغه پرېکړه یې ستایلې ده.
نوموړي دغه راز د پخواني عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي ماموریت هم بریالی یاد کړی دی.
ایتالیوی ډیپلوماټ فلیپو ګرانډي له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر و.
برهم صالح له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ زېږیزو کلونو د عراق ولسمشر پاتې شوی دی.