د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د لیندۍ په ۳۰مه ویلي ، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخیزو همکاریو بیاکتنه شوې او د سیمې پر وروستیو بدلونونو د نظر تبادله ترسره شوې ده.
د وزارت په وینا، دواړو لورو د سوداګرۍ، نښلونې (کنېکټیوېټي) او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان او ایران د دوهاړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، سیمهییزې نښلونې او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر ژمنتیا ټینګار کړی او هوډ یې څرګند کړی، چې د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره به له یو بل سره نږدې همکاري کوي.