کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوترش وايي چې ځمکه له هر وخت ډېره تر فشار لاندې ده؛ د هوا تودوخه د زیاتوالي په حال کې ده، بیولوژیکي تنوع له منځه ځي او د نړۍ نږدې ټول خلک ناسالمه هوا تنفس کوي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په۳۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي د دغو جدي ننګونو سره، لا هم امید شته.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې د ځوان نسل په مرسته او د پاکې انرژۍ له پراختیا سره، د یو بنسټیز بدلون لپاره د زمینې برابرول او د ځمکې د راتلونکي ژغورل لا هم زموږ په لاس کې دي.