Search

د لیبیا د پوځ لوی درستیز د الوتکې د لوېدو په پېښه کې مړ شوی

News image
3 مرغومی 1404 - 09:32
کابل ټربیون - رویټرز راپور ورکړی چې د لیبیا د پوځ لوی درستیز محمد علي احمد الحداد تېره ورځ (سه شنبه، د مرغومي دویمه) د الوتکې د لوېدو په پېښه کې مړه شوی دی.
پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې الوتکه د ترکیې د پلازمېنې انقرې له هوایي ډګره تر الوتلو وروسته بېرته د تخنیکي ستونزو له امله را لوېدلې ده.
د الحداد سربېره دغه الوتکه کې د لیبیا د ځمکنیو ځواکونو قومندان، د پوځ د لوی درستیز سلاکار او دوه نور کسان هم سپاره وو او ټول مړه شوي دي.
د لیبیا لومړي وزیر دا یوه غمجنه پېښه بللې او د یادو پوځي چارواکو مړینه یې د لیبیا لپاره ستره ضایع یاده کړې ده.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، له مرکز سره د الوتکې اړیکه تر الوتنې یو ساعت وروسته پرې شوې چې وروسته بیا د انقرې په کلي کې را لوېدلې وه او تر اړیکې پرې کېدو وړاندې یې د بېړنۍ مرستې غوښتنه هم کړې وه.
دغه وزارت ویلي، د پېښې لامل لا نه دی روښانه او په دې اړه پلټنې روانې دي.
د لیبیا د ملي یووالي حکومت درې ورځې ماتم اعلان کړی او ویلي یي دي چې ترکیې ته د دغې پېښې د پلټنې لپاره یو پلاوی استوي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ترکیې پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې لمخې یې، لیبیا کې د ترکي ځواکونو ماموریت دوه کاله نور هم وغځېده.