د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې په یوې بلې اعلامیې کې طالبان د سرحدي امنیت د تامین او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې په «جدي او تکراري بې مسوولیتۍ» تورن کړي دي.
دغې کمېټې زیاته کړې: «طالبان په ځلونه د نړۍوالو ژمنو او له تاجیکستان سره د سرحد په اوږدو کې د امنیت د تامین لپاره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دی.» او تمه لري چې طالبان د تاجیک ولس څخه بخښنه وغواړي او د سرحد د امنیت د تامین لپاره مؤثر اقدامات ترسره کړي.
په همدې حال کې، د روسیې په مشرۍ د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) هغه رسنیز راپورونه رد کړي چې ګواکې تاجیکستان له وروستیو سرحدي پېښو وروسته د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې له دوشنبې څخه داسې هېڅ غوښتنه نهده ترلاسه کړې.