Search

یونېسف: په ۲۰۲۶ کال کې به په نړۍ کې څه باندې ۲۰۰ مېلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا ولري

News image
4 مرغومی 1404 - 20:28
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۰۰ مېلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دغه سازمان په خپلې اېکس پاڼې لیکلي نږدې ۸۰ کاله کېږي چې یونېسف په ژمنتیا د نړۍ تر ټولو زیانمنو ماشومانو ته د رسېدو او هغوی ته د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅه کوي.

یونېسف خبرداری ورکړی، سره له دې چې د بشري مرستو تمویل کم شوی، د ماشومانو د حقونو او هوساینې پر وړاندې ګواښونه لا هم پراخه او اندېښمنوونکي پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ټینګار کړی چې اوس له هر وخته زیات، نړۍواله ټولنه باید د هر ماشوم د ملاتړ او د هغوی د حقونو او هوساینې د تضمین لپاره په ګډه اقدام وکړي.

له دې مخکې هم ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ کړکېچ د پام‌وړ زیات شوی او یو لوی شمېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.