د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان د جمعې په ورځ د جدي په ۵مه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه، له یوه لوړپوړي پلاوي سره په رسمي سفر اسلاماباد ته ورسېد.
شهباز شریف د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو له قومندان او د کابینې له یو شمېر وزیرانو او لوړپوړو چارواکو سره یو ځای، د «نورخان» هوايي اډه کې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر هرکلی وکړ.
د نوموړي د الوتکې له پاکستاني هوايي حریم ته د ننوتو سره سم، د پاکستان د هوايي ځواک جنګي الوتکو هغه بدرګه او اسکورت کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ټاکل شوې محمد بن زاید آل نهیان د شهباز شریف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د «دوهاړخیزو اړیکو ټول اړخونه» وڅېړي او د سیمې او نړیوالو مسئلو په اړه د دواړو لورو د ګډو علاقو پر سر خبرې وکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د کانونو په برخه کې همکاري د دې مذاکراتو له مهمو محورونو څخه بلل شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د «ورورګلوۍ او پخوانیو اړیکو» د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت بللی دی.
د راپورونو له مخې، دا د روان کال په لړ کې پاکستان ته د محمد بن زاید آل نهیان دویم سفر دی.
نوموړي تر دې وړاندې د جدی په میاشت کې په شخصي سفر رحیمیارخان ته تللی و او هلته یې له شهباز شریف سره لیدنه کړې وه.
پاکستان او متحده عربي امارات پراخې دیپلوماتیکې، اقتصادي او کلتوري اړیکې لري، او په اماراتو کې د پاکستانی کارګرانو پراخ حضور دا اړیکې نورې هم ټینګې کړې دي.
متحده عربي امارات د پاکستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي او دغه راز د مهاجرینو له لوري پاکستان ته د پیسو د لېږد له تر ټولو لویو سرچینو څخه ده.
دا په داسې حال کې ده چې شهباز شریف تازه د انرژۍ، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ، اورګاډي او هوايي چلند په برخو کې د اماراتو د لا زیاتو پانګونو پر جلبولو ټینګار کړی و.