د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، چې پلان لري د یکشنبې په ورځ په فلوریډا کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني، په داسې حال کې چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بشپړې جګړې د پای ته رسولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوې دي.
زېلېنسکي ویلي، تمه ده خبرې اترې پر هغه ۲۰ مادیز سولهییز پلان متمرکزې وي چې د امریکا په منځګړیتوب برابر شوی او د ده په وینا شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی، او همداراز به د اوکراین لپاره د امریکا د امنیتي تضمینونو پر جلا وړاندیزونو بحث وشي. نوموړي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: «زموږ دنده دا ده چې ډاډ ترلاسه کړو هر څه سل په سلو کې چمتو دي.»
زېلېنسکي په یوه ټولنیزه رسنۍ کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، دواړو لورو په نږدې راتلونکي کې د لوړې کچې پر یوې لیدنې هوکړه کړې ده، او زیاته کړې یې ده چې «له نوي کال وړاندې ډېرې پرېکړې کېدای شي.»
خو د کییف او مسکو ترمنځ لا هم ژور اختلافونه شته. د روسیې یوه جګپوړي چارواکي ویلي، هغه پلان چې د امریکا په ملاتړ له اوکراین سره تر بحث لاندې دی، «په بنسټیز ډول» له هغه وړاندیز څخه توپیر لري چې روسیه یې له واشنګټن سره پر سر خبرې کوي. که څه هم مسکو د خبرو اترو په بهیر کې د «ورو خو پرلهپسې پرمختګ» یادونه کړې، خو د زېلېنسکي هغې طرحې ته یې غبرګون نه دی ښودلی چې له مخې یې اوکراین کولای شي د ختیځ دونباس له ځینو سیمو خپل ځواکونه وباسي، که روسیه هم ورته اقدام وکړي.
اوکراین په پرلهپسې ډول د هر ډول هوکړې د یوې برخې په توګه له متحده ایالاتو څخه د ټینګو امنیتي تضمینونو غوښتنه کړې ده. زېلېنسکي همداراز دا نظر هم وړاندې کړی چې په هغو سیمو کې چې د دونباس په ځینو برخو کې روسي ځواکونو د نیولو هڅې ناکامې شوې دي، یوه بېوسلې شوې «ازاده اقتصادي سیمه» رامنځته شي.
په همدې حال کې، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لوړپوړو سلاکارانو له امریکایي چارواکو سره خپلې خبرې دوامدارې ساتلې دي، چې پکې د تېرې اوونۍ په پای کې فلوریډا ته د کرملین د استازي کیریل دمیترییف له سفر وروسته تعقیبي ټیلیفوني اړیکې هم شاملې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د دیپلوماتیک بهیر په اړه محتاط خوشبیني ښودلې، خو اوکراین یې تورن کړی چې د خبرو د کمزوري کولو هڅه کوي. نوموړي د روسیې دولتي تلویزیون ته ویلي، چې کېدای شي د هغه شېبې په توګه په یاد پاتې شي چې دواړه لوري حل ته نږدې شوي وو، خو ټینګار یې کړی چې هره وروستۍ هوکړه به له سیاسي ارادې پورې تړلې وي.
دغه دیپلوماتیک بدلونونه په داسې حال کې رامنځته شوي چې پر ځمکه جګړه لا هم روانه ده. د فلوریډا ته د زېلېنسکي د پلان شوي سفر له خپرېدو لږ وروسته، د خارکیف ښاروال وویل چې د روسیې په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.