Search

اتو اسلامي هېوادونو د غزې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې

News image
12 مرغومی 1404 - 19:16

د پاکستان، مصر، اندونیزیا، اردن، قطر، ترکیې، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د غزې په تړانګه کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوی د جمعې په ورځ، د جدي ۱۲مه، ویلي چې سختو بارانونو، توپانونو او سړې هوا، د بشري مرستو ته د محدود لاسرسي او د حیاتي لومړنیو توکو د سخت کمښت ترڅنګ، د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې نامساعد جوي شرایطو د بشري وضعیت نازکوالی لا روښانه کړی او نږدې ۱.۹ میلیونه بې‌ځایه شوي کسان چې په نامناسبو سرپناهونو کې ژوند کوي، له جدي ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د کمپونو سیلابي کېدل، د خېمو زیانمنېدل، د نیمه‌نړېدلو ودانیو ړنګېدل او سړه هوا له خوارځواکۍ سره یو ځای، د ناروغیو د خپرېدو خطر، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ښځو، زړو کسانو او ناروغانو ترمنځ، ډېر کړی دی.

د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو هڅې ستایلې او غوښتنه یې کړې چې اسرائیل دې په غزه او لوېدیځه غاړه کې بشردوستانه بنسټونو ته د پرله‌پسې او بې‌محدودیته فعالیت اجازه ورکړي.

دوی ټینګار کړی چې د دغو بنسټونو پر کار هر ډول خنډ جوړول د منلو وړ نه دي.

په دوام کې، یادو هېوادونو د امنیت شورا د ۲۸۰۳ پرېکړه‌لیک او د امریکا د ولسمشر له خوا وړاندیز شوی «طرح» څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د دې طرحې پلي کېدل کولی شي د اوربند د دوام، په غزه کې د جګړې د پای او د فلسطین د خلکو د ځان‌ارادیت او د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره د باور وړ لارې په هوارولو کې مرسته وکړي.

وزیرانو همدارنګه د بیړنیو رغنیزو پروګرامونو د سمدستي پیل پر اړتیا ټینګار کړی، چې پکې د ژمي له سړې هوا څخه د خلکو د ساتنې لپاره د مناسبو سرپناهونو برابرول شامل دي.

یادو هېوادونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د خپلو قانوني او اخلاقي مسوولیتونو له مخې، پر اسرائیل د «اشغالګر ځواک» په توګه فشار زیات کړي، څو د حیاتي مرستو د داخلېدو پر وړاندې محدودیتونه، لکه خېمې، ساختماني توکي، طبي مرستې، پاکې اوبه، سون توکي او روغتیایي او حفظ‌الصحې خدمتونه، لېرې شي.

دوی د ملګرو ملتونو له لارې د مرستو پر فوري او بې‌خنډه داخلېدو، د زیربناوو او روغتونونو پر بیا رغونه او همدارنګه د رفح د لارې پرانیستلو باندې په دواړو لورو کې ټینګار کړی دی.