کابل ټربیون - رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداري ایران کې د روانو لاریونونو د مهارولو لپاره د دغه هېواد د حکومت هڅې پېچلې کړې دي.
ټرمپ د روانې جنوري په ۲مه خبرداری ورکړی چې که ایران لاریون کوونکي وځپي نو امریکا به هم لاسوهنه وکړي.
دغه لاریونونه چې د ایران د پیسو ارزښت د ټیټېدو او د انفلاسیون کچې د لوړېدو په غبرګون کې پیل شوي، له امله یې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د ایران حکومت هم منلې چې لاریون کې دوه پولیس وژل شوي او له لسو زیات نور ټپيان دي.