مکرون ویلي، پوتین سره خبرو کې به د اوکراین د ملاتړ لپاره د اروپا پر ژمنتیا ټینګار وکړي.
هغه د اوکراین د ملاتړو هېوادونو د ایتلاف په خبري غونډه کې ویلي چې فرانسه به زرګونه سرتېري اوکراین ته ولیږي څو تر اوربند وروسته د احتیاطي ځواکونو په څېر اوسي.
فرانسې، بریټانیا او اوکراین دغه غونډه کې اوکراین ته د فرانسې-بریټانیا د ګډو ځواکونو د استولو په موخه یو هوکړه هم لاسلیک کړه.
تر دې وړاندې د تېر زېږیز کال په سپټمبر کې پوتین ویلی و چې په اوکراین کې بهرني ځواکونو د روسیې لپاره مشروع هدف دی.