پاکستان او بنګلهدېش د لوړې کچې پوځي خبرې کړې دي، چې پکې د دفاعي همکارۍ پر یوه احتمالي تړون او بنګلهدېش ته د JF-17 «تندر» جنګي الوتکو د پلور موضوع شامله ده.
د پاکستان پوځ د سېشنبې په ورځ ویلي، دا خبرې د جنوبي اسیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تودېدو نښه ده.
د پاکستان د هوايي ځواک لوی درستیز، هوايي مارشال ظهیر احمد بابر صدیق، په اسلاماباد کې د بنګلهدېش د هوايي ځواک له لوی درستیز، هوايي مارشال حسن محمود خان سره ولیدل. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د بیان له مخې، په دې لیدنه کې د JF-17 جنګي الوتکو د تدارکاتو په اړه خبرې وشوې. دغه الوتکه یوه څو-موخیزه جنګي الوتکه ده چې په ګډه د پاکستان او چین له لوري جوړه شوې ده.
په بیان کې راغلي، پاکستان بنګلهدېش ته ډاډ ورکړی چې د «سوپر مشق» روزنیزو الوتکو سپارنه به په چټک ډول ترسره کړي او ورسره به د روزنې او اوږدمهاله لوژستیکي ملاتړ زمینه هم برابره کړي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې اسلاماباد هڅه کوي خپلې دفاعي صادرات پراخ کړي او د تېر کال له هند سره د تاوتریخوالي پر مهال د خپل هوايي ځواک د عملیاتو له بریاوو اقتصادي ګټه واخلي.
د راپور له مخې، د پاکستان او بنګلهدېش اړیکې د ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد له میاشتې وروسته د پام وړ ښې شوې. هغه مهال پراخو لاریونونو د بنګلهدېش لومړۍ وزیره شیخ حسینه دې ته اړ کړه چې هند ته وتښتي، چې له امله یې د ډاکې او نوي ډهلي اړیکې سختې خرابې شوې. له هغه وروسته، پاکستان او بنګلهدېش د ۱۹۷۱ کال له جګړې وروسته، چې بنګلهدېش پکې خپلواکي ترلاسه کړه، د لومړي ځل لپاره مستقیمه سوداګري بیا پیل کړې او د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو یو لړ ناستې کړې دي.
د پاکستان پوځ ویلي: «دا سفر د پاکستان او بنګلهدېش ترمنځ پیاوړې تاریخي اړیکې څرګندوي او د دفاعي همکاریو د پراخولو او د اوږدمهاله ستراتیژیک مشارکت د جوړولو ګډ هوډ ښيي.»
بنګلهدېش دا مهال د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ د یوې موقتي ادارې له خوا اداره کېږي او ټاکل شوې چې عمومي ټاکنې د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې په ۲۳مه ترسره شي. دا ټاکنې ښايي یوې پخوا منع شوې اسلامپالې ډلې ته، چې له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري، د پام وړ سیاسي رول ورکړي.
JF-17 جنګي الوتکه د پاکستان د کورني وسلو د پراختیا د پروګرام اصلي محور بلل کېږي او له دې وړاندې اذربایجان ته هم صادره شوې ده. پاکستان همداراز د دې الوتکې په تړاو د وسلو د څو لویو تړونونو اعلان کړی، چې پکې د لیبیا له ختیځ مېشتو ځواکونو سره د څو میلیارده ډالرو تړون هم شامل دی.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د سېشنبې په ورځ ویلي، چې د پاکستاني پوځي تجهیزاتو پر وړاندې د نړیوالې غوښتنې زیاتوالی کولای شي د دغه هېواد له اقتصادي ستونزو سره د پام وړ مرسته وکړي.
هغه جیو نیوز ته ویلي: «زموږ الوتکې ازمویل شوې دي او دومره ډېرې سپارښتنې لرو چې ښايي پاکستان په شپږو میاشتو کې د نړیوال وجهي صندوق اړتیا هم و نه لري.»