19 مرغومی 1404 - 17:45
کابل ټریبون - علي خامنهيي، د ایران اسلامي جمهوریت مذهبي مشر د جمعې په ورځ (د مرغومې په ۱۹مه) په دغه هېواد کې د دوامداره سراسري اعتراضونو په غبرګون کې وویل چې د هغه په وینا د «ویجاړونکو او بهرنیو مزدورانو» پر وړاندې به د ایران حکومت شاتګ ونهکړي.
د ایران دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، خامنهيي په یوې وینا کې چې له دولتي ټلوېزیون (صدا و سیما) څخه خپره شوه، معترضین یې په دې تورن کړل چې د متحده ایالاتو په استازیتوب او «د ډونالډ ټرمپ د خوښۍ لپاره» یې ودانۍ او عامه ځایونه ویجاړ کړي دي.
د ایران مذهبي مشر په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر ته نغوته وکړه او وې ویل چې د ډونالډ ټرمپ «لاسونه د زرګونو ایرانیانو په وینو ککړ دي» او خبرداری یې ورکړ چې د هغه په باور، «کبرجن او ظالمان» د قدرت په اوج کې سقوط کوي. هغه زیاته کړه چې ټرمپ به هم هماغه برخلیک ولري.
خامنهیي لاریون کوونکي «بلواګر»، «ویجاړونکي» او «د بهرنیو مزدورانو» وبلل او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي جمهوریت نظام دا ډول کړنې نه زغمي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ایران کې لاریونونه دیارلسمې ورځې ته داخل شوي او په ټول هېواد کې د انټرنېټ او ټلېفون د پرې کېدو سربېره، معترضین لا هم تهران او نورو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي دي.
د فعالانو له خوا خپرو شويو راپورونو پر بنسټ او په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې لاریون کوونکو په سړکونو کې د حکومت ضد شعارونو په ورکولو سره ګډون کړی او په ځینو سیمو کې د اور لګولو او عامه اموالو د ویجاړولو پېښې رامنځته شوې دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې له هېواده بهر موقعیت لري، اعلان کړی چې په دغو احتجاجونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۴۵ معترضین وژل شوي او له څه باندې دوه زره تنه نیول شوي دي.