Search

د ترکیې یوه هوايي شرکت تهران ته خپلې شپږې الوتنې لغوه کړې

News image
19 مرغومی 1404 - 18:55
کابل ټریبون - د ترکیې ازان قیمت (AJet ) هواپیمایي شرکت وايي ایران کې د اعتراضونو له امله خپلې شپږ الوتنې لغو کړې دي.

دغه شرکت د جمعې په ورځ (د مرغومې په ۱۹مه) زیاته کړې چې د ایران په امنیتي وضعیت او دوامداره اعتراضونو له امله د جمعې او شنبې په ورځو تهران ته ټولې پلان شوې الوتنې لغوه کړې.

د انادولو خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي چې دغه شرکت خپل مسافرین د الوتنو له وضعیته خبرکړي دي.

ایران له تېرې زیږیزې میاشتې له پای راهیسې د ریال د شدید ارزښت له کمېدو او اقتصادي وضعیت د خرابېدو په غبرګون کې د پراخو اعتراضونو شاهدان دی.

دا اعتراضونه په لومړي سر کې د تهران په لوی بازار کې پیل شول او بیا د هېواد نورو ښارونو ته وغځېدل.