Search

د جمعیت علمای پاکستان یو له مشرانو په بمي بريد کې وژل شوی

News image
20 مرغومی 1404 - 21:36
کابل ټریبون - پاکستاني رسنیو راپور ورکړی مولانا سلطان محمد وزیر، چې د جمعیت علمای پاکستان (د فضل‌الرحمان ډلې) له لوړپوړو مشرانو څخه و او په سوېلي وزیرستان کې د دغه ګوند مشر و، په یوه بمي بريد کې وژل شوی دی.

«دان» ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۰مه) راپور ورکړی چې دا مشهور دیني عالم تېره ورځ د واڼه په بازار کې د یوې دیني مدرسې ته‌څېرمه د یوه بم چاودنه کې په سخت ټپي شوی و.

د پولیسو په وینا، بم له لېرې څخه چول شوی و او موخه یې مولانا سلطان محمد وزیر و.

د راپور له مخې، هغه د ټپونو له امله روغتون ته د لېږد پر مهال په لار کې مړ شو.

د سوېلي وزیرستان پولیسو ویلي چې د دغې پېښې په اړه څېړنې پیل شوي او امنیتي ځواکونه د چاودنې له ځایه ترلاسه شوي شواهد څېړي.

د جمعیت علمای پاکستان مشر، مولانا فضل‌الرحمان، په خپله اېکس پاڼه کې د سلطان محمد وزیر د وژل کېدو تسلیت ویلی او هغه یې «ژمن او زړور مشر» بللی دی.