Search

چین، روسیې او ایران په سوېلي افریقا کې ګډ سمندري تمرینات پیل کړي

News image
20 مرغومی 1404 - 22:22
کابل ټریبون - نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې چین، روسیې او ایران د سوېلي افریقا په اوبو کې د یوې اوونۍ لپاره ګډ سمندري تمرینات پیل کړي دي.

دا تمرین چې د دغو هېوادونو چارواکو یې د «برېکس پلس» عملیاتو برخه بللې، د کښتۍ چلوونکې د امنیت او سمندري اقتصادي فعالیتونو د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۰مه) په خپل راپور کې ویلي دا تمرینات چې نوم یې «د ۲۰۲۶ سولې لپاره اراده» دی، د برېکس پلس غړو هېوادونو د سمندري ځواکونو په ګډون ترسره کېږي.

برېکس پلس د برېکس ایتلاف پراخه شوې بڼه ده چې تر څنګ یې برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا، ایران، مصر، اندونیزیا، سعودي عربستان، اتیوپیا او متحده عربي امارات هم په‌کې شامل دي.

د راپور له مخې، د چین پوځي چارواکو په پرانیستونکو مراسمو کې ویلي چې برازیل، مصر او اتیوپیا په دې تمریناتو کې د کتونکو په توګه ګډون لري.

د سوېلي افریقا پوځ اعلان کړی چې د دغو تمرینونو موخه د همغږۍ زیاتول، د ګډو عملیاتي وړتیاوو او په سمندري امنیت کې د معلوماتو تبادله ده.

دا تمرینات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حکومت سره د برېکس پلس ځینو غړو هېوادونو په ګډون چین، ایران، سوېلي افریقا او برازیل ترمنځ شخړې زیاتې شوې دي.

ټرمپ له دې مخکې دا هېوادونه «د امریکا پر ضد» د پالیسیو پر تعقیبولو تورن کړي وو او د برېکس غړو په وړاندې یې د نویو سوداګریزو تعرفو د لګولو ګواښ کړی و.