Search

د ایران مذهبي مشر: ملت یوه تاریخي ورځ جوړه کړه او د دښمنانو نقشه ناکامه شوه

News image
23 مرغومی 1404 - 17:27
د ایران اسلامي جمهوریت مذهبي مشر سید علي خامنه‌يي پراخو لاریونونو ته نغوته کړې او ویلي یې دي چې د ایران ملت یوه تاریخي ورځ جوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې دا لوی او هوډلرونکو لاریونونو د بهرنیو دښمنانو هغه نقشې چې ټاکل شوې وه، د کورنیو مزدورانو له لارې یې اجرا کړي، په بشپړه توګه ناکامه کړې دي.

د ایران د مذهبي مشر دا څرګندونې د ملي یووالي په ټینګښت او د هغو بهرنیو هڅو پر وړاندې د مقاومت ښودنه کوي چې غواړي په هېواد کې اختلاف رامنځته کړي.

په ایران کې احتجاجونه له نږدې پنځلسو ورځو راهیسې روان دي. خلکو لومړی د اقتصادي ستونزو، تورم او د توکو د بیو لوړوالي له امله لاریونونه پیل کړل؛ خو وروسته یې غوښتنې ټولنیزو او سیاسي مسایلو ته هم وغځېدې.

لاریون کوونکو په پراخو لاریونونو او غونډو سره د خپل نارضایتۍ غږ د هېواد چارواکو ته ورساوه او د موجوده وضعیت او د مسوولانو له کارکردګۍ څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه.
یخي ورځ جوړه کړه او د دښمنانو نقشه ناکامه شوه