Search

عراقچي: ایران کې د انټرنېټ پرې کېدل د ترهګریزو ګواښونو له امله و

News image
23 مرغومی 1404 - 18:21
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې په هېواد کې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو پرې‌کېدل د یوه ترهګریز عملیات له پیل وروسته شوي دي.

هغه له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه چې دا پرېکون د احتجاجونو د ځپلو په موخه نه‌و او د لاریونونو پر مهال انټرنېټ په بشپړه توګه فعال و.

عراقچي ټینګار وکړ چې د ایران حکومت د خلکو احتجاجونه په رسمیت پېژني او په همدې حال کې د امنیتي ګواښونو په وړاندې د هېواد امنیت ساتلو هڅې کړې دي.

هغه وویل چې د ایران جمهور رییس په شخصي ډول له معترضانو سره لیدلي او د هغوی اندېښنې یې اورېدلې دي.

د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د حکومت تمرکز د ترهګریزو ګواښونو د اداره کولو او په همدې حال کې له معترضانو سره خبرې اترې ښيي چې تهران غواړي وضعیت کنټرول کړي او د شخړو له زیاتوالي مخنیوی وکړي.