په قطر کې د العدید اډه په منځني ختیځ کې تر ټولو لویه امریکايي پوځي اډه ده چې شاوخوا ۱۰ زره امریکايي سرتېري پهکې ځای پر ځای دي.
په همدې حال کې، یو لوړپوړي ایراني چارواکي له دې مخکې رویټرز ته ویلي و چې تهران سیمهییزو هېوادونو ته خبرداری ورکړی کهچېرې امریکا برید وکړي، نو د امریکا پوځي اډې به په نښه کړي.
دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په داخل کې د لاسوهنې ګواښ کړی و.
رویټرز همدارنګه یادونه کړې چې تېر کال هم، له هغه وخت یوه اوونۍ مخکې چې امریکا پر ایران هوایي بریدونه وکړل، خپل ځینې امریکايي ځواکونه او د هغوی کورنۍ یې د منځني ختیځ له اډو ایستل شوي وو.
په جون میاشت کې د امریکايي له بریدونو وروسته، ایران د قطر پر العدید اډې د توغندیو له توغولو سره غبرګون وښود.