د اروپا پارلمان رییس زیاته کړې چې د ایران خلک په ازادۍ د ژوند کولو حق لري او اروپايي ټولنه باید د ایراني وګړو تر څنګ ودرېږي.
هغې ویلي چېپه ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې د سپاه پاسداران ځای پر ځای کول به هغو ایراني وګړو ته چې په سړکونو کې د بدلون غوښتونکي دي، یو پیاوړی پیغام وي؛ دا چې اروپا د دوی غږ اورېدلی او د ځپونکو پر وړاندې یې عملي ګامونه اخیستي دي.
متسولا ټینګار کړی چې اروپا پارلمان به په دې دریځ پاتې شي او له اروپايي حکومتونو غواړي چې د ایران د خلکو په ملاتړ کې یوه قاطع پرېکړه وکړي.