Search

د شل اوریز نړیوال جام کړکېچ لا پسې ژور شو؛ پاکستان د بنګله‌ دېش دریځ تایید کړ

News image
1 سلواغه 1404 - 15:24

د شل اوریز کرکټ نړیوال جام په اړه د بنګله‌دېش د ګډون پر سر روان اختلاف هغه مهال لا پسې ژور شو، چې د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د بنګله‌دېش د کرکټ بورډ دریځ په رسمي ډول تایید کړ او ویې ویل، چې بنګله‌دېش نه غواړي خپلې لوبې په هند کې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د کرکټ نړیواله شورا (ICC) سبا وروستۍ پرېکړه وکړي.

د راپور له مخې، PCB د سې‌شنبې په ورځ ICC ته په یوه لیک کې د بنګله‌دېش ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې بنګله‌دېش د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو سیاسي ترینګلتیاوو او امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي د نړیوال جام لوبې په هند کې ترسره کړي. دا سیالۍ د هند او سریلانکا په کوربتوب د ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلوې په ۱۸مه (د ۲۰۲۶م د فبرورۍ ۷مه) پیلېږي.

د ESPNCricinfo د راپور له مخې، ICC د ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلوې په لومړۍ نېټه (د ۲۰۲۶م د جنورۍ ۲۱مه) د بورډ ځانګړې ناسته بللې، څو د بنګله‌دېش هغه غوښتنه وڅېړي چې غواړي خپلې لوبې له هند څخه بل ځای ته ولېږدوي؛ غوښتنه چې د دوی په وینا د «امنیتي او خوندیتوب اندېښنو» له امله شوې ده.

که څه هم د پاکستان لاسوهنې په دې شخړه کې پوښتنې راولاړې کړې، خو تمه نه کېږي چې دا به د سیالیو مهالوېش بدل کړي، ځکه ICC تر اوسه پر خپل دریځ ولاړه ده چې بنګله‌دېش باید ټولې لوبې په هند کې ترسره کړي. ویل کېږي، ICC او BCB دواړه تېره اوونۍ هم پر خپلو دریځونو ټینګ ولاړ وو، چې وروسته د جنورۍ ۲۱مه د وروستۍ پرېکړې لپاره وټاکل شوه، خو بنګله‌دېش کرکټ بورډ دا وروستۍ نېټه رد کړه.

رسنۍ وایي، PCB چمتووالی ښودلی چې د بنګله‌دېش لوبې په پاکستان کې کوربه‌توب کړي او همداراز یې د خپل ګډون موضوع هم د شخړې له پایلې سره تړلې بللې ده. خو د ESPNCricinfo په وینا، PCB تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا شخړه د ۱۴۰۴ هـ ش کال د جدي په ۱۳مه (د ۲۰۲۶م د جنورۍ ۳مه) هغه مهال پیل شوه، چې د هند کرکټ بورډ د آی‌پي‌اېل د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته امر وکړ، څو د بنګله‌دېش چټک توپ‌اچوونکی مصطفیض‌الرحمان له لوبډلې وباسي. دې پرېکړې په ډهاکه کې غبرګونونه راوپارول او بنګله‌دېش لا ډېر د هند سفر ته زړه نا زړه شو، چې وروسته یې له ICC وغوښتل خپلې د نړیوال جام لوبې بل ځای ته ولېږدوي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې بنګله‌دېش ته ویل شوي که تر چهارشنبې پورې په هند کې د لوبو هوکړه ونه کړي، نو کېدای شي له سیالیو وایستل شي. خو د بنګله‌دېش حکومت دا ډول فشارونه رد کړي دي.

د بنګله‌دېش د موقت حکومت د ځوانانو او ورزش سلاکار، عاصف نذرول، دولتي BSS خبري اژانس ته ویلي: «موږ د معقولو دلایلو له مخې د لوبو د ځای د بدلون غوښتنه کړې ده. موږ د غیر منطقي فشار او زور له لارې په هند کې لوبو ته نه شو اړ ایستل کېدای.»

ټاکل شوې بنګله‌دېش خپلې څلور ګروپي لوبې په کلکته او ممبۍ کې ترسره کړي. خو د لوبډلمشر لیتون داس ویلي، چې د دوی ګډون لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

هغه خبریالانو ته ویلي: «له کوم ځایه چې زه ګورم، زه هم نامعلوم یم، نور هم نامعلوم دي. ایا تاسو ډاډه یاست چې موږ به نړیوال جام کې ولوبېږو؟ زما په اند دا مهال ټول بنګله‌دېش نامعلوم حالت کې دی.»

په کولمبو کې سرچینو ویلي، سریلانکا تر اوسه د بنګله‌دېش د لوبو د کوربتوب لپاره نه ده اړیکه نیول شوې. یو وړاندیز دا دی، چې که بنګله‌دېش وایستل شي، نو پر ځای یې سکاټلنډ، چې د نړیوال جام له پاره تر ټولو لوړ رتبه ناکام ټیم دی، ګډون وکړي. بي‌بي‌سي راپور ورکړی، چې کرکټ سکاټلنډ تر اوسه د ICC له خوا نه دی خبر شوی، خو که غوښتنه وشي، چمتو دی.

دا سیالۍ په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې بنګله‌دېش د ۲۰۲۴م کال له ولسي پاڅون وروسته، چې پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه یې راوپرځوله، د خپلو لومړیو ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي. له هغه راهیسې د هند او بنګله‌دېش ترمنځ سیاسي اړیکې د پام وړ ترینګلې شوې دي.