ټرمپ تازه خبرداری ورکړی چې جنګي بېړۍ یې د ایران د اوبو په لور روانې کړي خو هیله یې څرګنده کړې چې ورته به اړتیا پېښه نشي.
رویټرز لیکلي چې تر دغه ګواښ وروسته نړۍ کې د هر بیلر برنټ نفتو بیه ۶۴.۴۱ ډالرو او د امریکا د خامو نفتو بیه ۵۹.۶۹ ډالرو ته پورته شوې ده.
ټرمپ داسې مهال تهران ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې دغه هېواد کې د تېر زېږیز کال له ډسمبر میاشتې راهیسې لا هم لاریونونه دوام لري.
هغه زیاته کړې: «موږ د هغوی په لور زیاتې کښې استوو خو یوازې د احتیاط لپاره یې استوو. زه ترجیح ورکوم چې هېڅ هم پېښ نشي.»
ایران نړۍ کې د نفتو څلورم تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد دی.