Search

ایران کې د لاریونونو له امله د وژل شویو شمېر له ۳ زرو واوښت

News image
4 سلواغه 1404 - 10:30
کابل ټربیون - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، د دغه هېواد په سراسري لاریونونو کې تر اوسه ۳ زره او ۱۱۷ تنه وژل شوي دي.
عراقچي ۲ زره او ۴۲۷ تنه دغه کسان ملکیان او د ایران امنیتي ځواکونه او ۶۹۰ نور "ترهګر "یاد کړي دي.
پر دې سربېره، د ایران بهرنیو چارو وزیر دغه راز زیاته کړې چې د لاریونونو له امله ۲۰۰ ښوونځي، ۳۵۰ جوماتونه، ۴۱۴ دولتي ودانۍ او ۳۰۰ استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.