Search

د پاکستان پوځ: په بلوچستان کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۴۱ وسله ‌وال وژل شوي

News image
10 سلواغه 1404 - 15:05

د پاکستان پوځ وايي، چې په بلوچستان ایالت کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په دوو جلا عملیاتو کې ۴۱ وسله‌وال، چې د «فتنه‌الخوارج» او «فتنه‌هندستان» په نومونو یادېږي، وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت د «فتنه‌الخوارج» اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) لپاره کاروي او د «فتنه‌هندستان» نوم هغه ډلې ته کاروي چې د «بلوچستان د ازادۍ پوځ» په نوم پېژندل کېږي.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ (د ۱۴۰۳ هـ ش د دلو ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې لومړنی عملیات د هرنایي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوی، چېرته چې امنیتي ځواکونو له سختې نښتې وروسته ۳۰ وسله‌وال، چې د هند تر ملاتړ لاندې بلل شوي، وژلي دي.

د پوځ په وینا، د یادو عملیاتو پر مهال له وژل شویو کسانو څخه په زیاته اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي، چې په هماغه ځای کې له منځه وړل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دویم استخباراتي عملیات د پنجګور ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۱۱ نور وسله‌وال، چې د «فتنه‌هندستان» ډلې پورې تړلي بلل کېږي، وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې له وسلو او مهماتو سربېره، هغه پیسې هم تر لاسه شوې دي چې د ۲۰۲۵ کال د لیندۍ په ۲۴مه (۱۵ دسمبر) په پنجګور کې د یوې بانکي غلا پر مهال ترلاسه شوې وې.

د پوځ د ادعا له مخې، یاد وسله‌وال په تېر کې په څو هراس‌افګنو بریدونو کې لاس درلود.