Search

ایراني رسنیو بندرعباس کې د چاودنې خبر ورکړی

News image
11 سلواغه 1404 - 18:45
کابل تربیون - ایراني رسنۍ د شنبې په ورځ(د سلواغې په۱۱مه) راپور ورکړی چې د ایران سوېل بندرعباس کې یوه چاودنه شوې ده؛ خو تر اوسه د دغې پېښې لامل نه‌دی څرګند شوی.ا

د یران رسمي چارواکو په دې اړه نور تفصیلات نه‌دي ورکړي.

په هر حال، د تسنیم خبري اژانس هغه راپورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک یوه قومندان د نښه کېدو په اړه خپاره شوي وو، «په بشپړه توګه ناسم» بللي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د چاودنې د څرنګوالي په اړه څېړنې دوام لري.

بندرعباس د هرمز په تړانګه کې موقعیت لري، هغه سټراټېژیکه لار چې د ایران او عمان ترمنځ پرته ده او نړۍ کې د سمندر له لارې د لېږدېدونکو تېلو شاوخوا یو پنځمه برخه ترې تېرېږي.

د دغه چاودنه په داسې حال کې راپور شوې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتاوې زیاتې شوې دي.

دا پېښه په ایران کې د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو سره هم‌مهاله رامنځته شوې؛ ځکه چې په وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله په ټول هېواد کې لاریونونه پیل شوي دي.

په همدې حال کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه «ارمادا» (د جنګي بېړیو لویه ډله) د ایران په لور روانه ده.

ډېرو سرچینو د جمعې په ورځ رویټرز ته ویلي چې ټرمپ د ایران پر وړاندې د ځینو غوراویو د څېړنې په حال کې دی له هغې ډلې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو هدفي بریدونه په پام کې نیسي، په شمول د ایران امنیتي ځواکونو پر ضد هدفي بریدونه.

د چاودنې خبر له خپرېدو څو ساعته وړاندې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان متحده ایالات، اسراییل او ځینې اروپايي هېوادونه تورن کړل چې د ایران له اقتصادي ستونزو ګټه اخلي، ناارامۍ راپاروي او د هېواد د «له‌منځه تللو» زمینه برابروي.

د بندرعباس چاودنې په اړه څېړنې لا دوام لري او تر اوسه نور تفصیلات نه‌دي خپاره شوي.