د سیمې اوسېدونکو رویټرز ته ویلي چې د شدیدې یخنۍ سره سره، د ناامنۍ له وېرې اړ شوي چې کورونه پرېږدي.
پاکستاني چارواکو چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي چې زرګونه کورنۍ له سیمې وتلي او په شاوخوا ښارونو کې د مرستو لپاره ثبت شوي دي.
تیراه له کلونو راهیسې د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) یو مهم مرکز بلل کېږي، چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د دغې سیمې د اجباري تخلیې یا پوځي عملیاتو په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.