Search

پاکستان: بلوچستان کې د جګړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۷ اورپکي وژل شوي

News image
11 سلواغه 1404 - 21:57
کابل ټربیون - د رویټرز خبري اژانس د پاکستاني امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت کې په څو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ په پراخو نښتو کې لږ تر لږه ۶۷ اورپکي وژل شوي دي.

د څلورو امنیتي چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا نښتې د شنبې په ورځ، (د سلواغې په۱۱مه) شوې دي. په دغو بریدونو کې ۱۰ پولیس او امنیتي سرتېري او ۱۱ ملکیان وژل شوي او ۲۴ پولیس ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې وسله‌والو په بېلابېلو ښاري سیمو په ځانګړې توګه د بلوچستان په مرکز کویټه او بندري ښار ګوادر کې بریدونه کړي دي. چې په پایله کې د پاکستان پوځ، پولیس او د ترهګرۍ ضد ځانګړو واحدونو عملیات پیل کړي ترڅو وضعیت کنټرول کړي. په ځینو ولسوالیو کې په روغتونونو کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې دا بریدونه غندلي او د امنیتي ځواکونو ستاینه یې کړې چې د اورپکو پر وړاندې یې مقابله کړې ده. نوموړي ویلي چې په دې نښتو کې لسګونه اورپکي وژل شوي دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي د پاکستان پوځ اعلان کړی و چې په بلوچستان کې په جلا عملیاتو کې ۴۱ اورپکي وژلي دي.

بلوچستان ایالت چې له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري، له کلونو راهیسې د جلاغوښتونکو بغاوتونو شاهد دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د بلوچستان ازادۍ غورځنګ ډلې د شنبې ورځې بریدونو مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې دا بریدونه په ټول ایالت کې په هم‌مهاله توګه ترسره شوي دي.

دا ډله ادعا کوي چې ۸۴ پاکستاني امنیتي سرتېري یې وژلي؛ خو دا ادعا په خپلواکه توګه نه‌ده تایید شوې.

په ګوادر ښار کې، اورپکو پر یوه پنډغالي برید کړی چېرې چې کډوال کارګران اوسېدل، چې په پایله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.