کابل ټربیون - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ته امر کړی چې له امریکا سره مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.
مسعود پزشکیان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې عباس عراقچي کولای شي "په داسې یوه مناسبه فضا کې چې ګواښ او غیر منطقي غوښتنې پکې مطرح نه وي،" مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.
پزشکیان د درناوي، حکمت، سلا مشورو او د ملي ګټو په چوکاټ کې پر مذاکراتو ټینګار کړی دی.
هغه لیکلي چې دا امر یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز ته د ځواب لپاره د "دوست هېوادونو" په غوښتنه کړی دی.