Search

ګوټرېش: د نیمې پېړۍ اوږدو کې په لومړي ځل نړۍ بې له کوم الزامي اټومي محدودیت سره مخ ده

News image
16 سلواغه 1404 - 22:37
کابل تربیون - د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوترېش ویلي چې د نیمې پېړۍ په اوږدو کې لومړی ځل نړۍ داسې وضعیت سره مخ شوې چې په متحده ایالاتو او روسیې باندې هېڅ ډول الزامي محدودیتونه نشته.

هغه د پنج‌شنبې په ورځ( د سلواغې په ۱۶مه) په یوه بیان کې ویلي چې دا دوه هېوادونه د نړۍ د اټومي وسلو لویه برخه په واک کې لري.

ګوټرېش زیاته کړې چې د سړې جګړې پر مهال او له هغې وروسته د اټومي وسلو د کنټرول تړونونو د ناورین د مخنیوي، د ناسم محاسبې د خطر کمولو او زرګونه اټومي وسلې له زرادخونو څخه د لرې کولو په برخه کې مهم رول درلود.

د هغه په وینا، له سټراټېژیکو وسلو د محدودولو خبرو اترو نیولې تر «نیو اسټارټ» تړون پورې، دا هوکړې د نړۍوال امنیت د پام وړ پیاوړی کړی دی.

په بیان کې راغلي چې د تېرو لسیزو لاسته راوړنې په بدترین ممکن وخت کې له منځه تللې دي؛ په داسې حال کې چې د اټومي وسلو د کارولو خطر په وروستیو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

سرمنشي ټینګار کړی لا هم کېدای شي چې دا وضعیت له نړۍوالو شرایطو سره سم د نوي اټومي کنټرول نظام د جوړولو لپاره په فرصت بدل شي.

ګوترېش د امریکا او روسیې د مشرانو له هغو څرګندونو هرکلی کړی چې د اټومي سیالۍ د بې‌ثباتۍ پایلو او د دې وسلو د بې‌کنټروله پراختیا د مخنیوي اړتیا یې درک کړې ده.

هغه ویلي چې نړۍ اوس د دې خبرو د عملي کېدو په تمه ده.

هغه له دواړو هېوادونو غوښتي چې له ځنډه پرته دې، د خبرو میز ته راستانه شي او پر یوه نوي چوکاټ هوکړه وکړي؛ هغه چوکاټ چې د ریښتنې ازموینې وړ محدودیتونه بیا راژوندي کړي، خطرونه کم کړي او نړۍوال کډ امنیت پیاوړی کړي.