Search

اسلام‌اباد کې د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹نور ټپیان دي.

News image
17 سلواغه 1404 - 15:57

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد پلازمېنې د ترلای سیمې په «خدیجة الکبری» امام‌بارګاه کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان دي.

د اسلام‌اباد د پولیسو ویاند ویلي چې د چاودنې ماهیت لا په بشپړ ډول نه دی روښانه، خو لومړنۍ نښې ښيي چې ښايي دا یو ځانمرګی برید وي.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د امنیتي ځواکونو یوه چارواکي ویلي چې د پېښې ځای په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابند شوی او پلټنې روانې دي.

هم‌مهاله د اسلام‌اباد په پولی‌کلینیک روغتون، د پاکستان د روغتیايي علومو په انسټیټیوټ او یو شمېر نورو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټپیان د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او دا یې «د بشریت پر ضد جنایت» بللی، او سپارښتنه یې کړې چې ټپیانو ته دې ټولې روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.

د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف هم په یوه اعلامیه کې دغه چاودنه غندلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

دا پېښه له هغې ځانمرګي برید څخه چې شاوخوا درې میاشتې مخکې د اسلام‌اباد د G-11 سیمې کې د یوې محکمې مخې ته شوی و او لږ تر لږه ۱۲ کسان یې وژلي او له ۳۰ ډېر یې ټپیان کړي وو، وروسته رامنځته کېږي.

د راپورونو له مخې، د نن ورځې چاودنه د ازبکستان د ولسمشر د دوه ورځني رسمي سفر له مهالویش سره هم‌مهاله شوې ده.