Search

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د فلسطین مسئلې عادلانه حل د سیمې او نړۍ د دوامداره امنیت بنسټ دی

News image
18 سلواغه 1404 - 20:18
کابل ټریبون - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د فلسطین مسئله د عدالت د تحقق معیار او د نړۍوالې ټولنې نړۍوالو قوانینو ته د ژمنتیا ریښتینې ازموینه ده.

هغه نن (شنبې د سلواغې په ۱۸مه) په دوحه کې د «الجزیره مجمع» په اوولسمه غونډه کې په خپلې وینا کې زیاته کړې چې په لوېدیځه اسیا او په ټوله نړۍ کې دوامداره امنیت له دې پرته چې د فلسطین مسئله په عادلانه ډول حل شي، ناشونې ده.

عراقچي له مسوولیته د اسراییل د دوامداره خوندیتوب ناوړه پایلو ته نغوته وکړه او وې ویل چې په غزه کې د خلکو ډله‌ییزه وژنه او د بنسټيزو تاسیساتو ویجاړول د نړۍوالو جنایتونو او نسل‌وژنې روښانه بېلګې دي او دا چارې د نړۍوال حقوقي نظم کمزوري کول، د نړۍوالې سولې لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

هغه همدارنګه د نړۍوالې ټولنې له خوا د عملي ګامونو غوښتنه وکړه چې په دې برخو کې، د حقوقي میکانیزمونو ملاتړ، پر اسراییل هدفمند بندیزونه، په ځانګړې توګه د وسلو بندیز، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ سیاسي افق جوړول شامل دي.

د ښکېلاک پای ته رسول، د فلسطیني کډوالو بېرته ستنېدل، د خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل د هرې عادلانه حل لارې ارکان یاد کړل.