د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شلاوریزو په نړیوال جام سیالیو کې، خپله لومړنۍ لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې وبایله.
افغانستان د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پیل وکړ. د افغانستان پیلیز لوبغاړي رحمان الله ګربز پر ۲۲ توپونو ۲۷ منډې، ګلبدین نایب په ۳۵ توپونو ۶۳ منډې او صدیق اتل په ۲۴ توپونو ۲۹ منډې ترسره کړې. افغانستان مقابل لوري ته د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.
که څه هم د دویم پړاو په دویم اور کې مجیب ځدراڼ د نیوزیلڼد دوه لوبغاړی له میدانه بهر کړل، خو د تیم شیفرټ او ګلین فلیپس ترمنځ پارټنرشیپ د لوبې اړخ بدل کړ. د نیوزیلڼد لوبډلې په اتلسم اور کې هدف پوره کړ او د ۲۰۲۶ نړیوال جام لومړی بریا یې خپله کړه.